امنيت شورا دسوريې دبحران په وړاندې فلج شوى ده .
واشنګتن- باختر د تلې ٦
دامريکا دبهرنيوچارو وزيرې هيلرې کلنټن دملګروملتو دسازمان له امنيت شورا څخه وغوښتل چې په سوريه کې له نښتې او تاوتريخوالې سره دمقابلې لپاره خپله غوښتنه تکرار کړي .
ميرمن کلنټن وويل: دملګروملتو سازمان ددغه بحران په وړاندې فلج شوى دى .
فرانسه ،بريتانيا او امريکا دسوريې دجمهور رييس بشارالاسد پرخلاف له سختو اقداماتو سره موافقه لري، خو چين او روسيه يې ملاتړکوي او دلويديځ په دريو وړانديزونو د غونډې مخه نيسي .
ميرمن کلنټن وويل: امنيت شورا دې بايد دتاوتريخوالې دبندولو لپاره لارې چارې ولټوي او ددغې شورا له غړو څخه يې وغوښتل چې يو ځل بيا هلې ځلې وکړي او لارې چارې ولټوي. تر نن ورځې پورې دملګروملتو دسازمان دامنيت شورا پنځه غړي چې ټول يې د ويتو حق لري په دې نه دي بريالي شوي چې د سوريې دبحران دحل کولو لپاره موافقې ته ورسيږي .
په تيرو لسو مياشتوکې په سوريه کې دنښتو له امله اووه ويشت زره تنه وژل شوي دي . پرون دسوريې د اردو دستر درستيز په مقرکې دځانمرګې بريد له امله څلور تنه ووژل شول او څوارلس تنه نور ټپيان شول .
دغه راز دايران د دولت انګليسي ژبې شبکې پرس ټي وي ويلى دى ددغې شبکې په خبريال مايار ناصر چې له چاودنې وروسته سيمې ته ورغلى و، دسوريې د دولت دمخالفينو له خوا بريد وشو او ووژل شو .