کابل باختر دکب شپږمه :
د دولت څلور تنه وسله وال مخالفين نن له يوې اندازې سپکو او دراندو جنګي وسايلو سره په لوګر ولايت کې ونيول شول .
د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال عبدالولي توپان باخترآژانس ته وويل: د لوګر ولايت په مرکز پورې اړوند د پادخواب شانه په سيمه کې د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې څلور تنه له يو کلاشينکوف، دريو چره يي ټوپکونو، دوو توغندي ويشتوونکو اوله يوې بوشکې چاوديدونکي توکو سره دپوليسو له خوا ونيول شول .
د امنيت آمر زياته کړه: ددغو عملياتو په بهيرکې د امنيتي ځواکونو او د وسله والو طالبانو ترمنځ نښته هم وشوه چې په دې سيمه کې شل تنه مشکوک کسان هم ونيول شول .
ويل کيږي دغه چاڼيز عمليات دوام لري او نيول شوي کسان په امنيه قوماندانۍ کې تر پوښتنې او تحقيق لاندې دي .
0 1 دقیقه لوستل