کابل باختر دتلي اته ويشتمه :
امنيتي ځواکونو دهلمند ولايت دمارجې او نادعلي په ولسواليو کې دطالبانو بريدونه په شاوتمبول او مخالفينو ته يې دسردرانده زيانونه واړول .
دهلمند والي مرزاخان رحيمي باختراژانس ته وويل: دغوبريدونو له دريو ورځو راپديخوا دمارجې او نادعلي په ولسواليو کې دوام درلود چې په بهير کې يې طالبانو ته دسر درانده زيانونه واوښتل خو دقيق شمير يې لاتراوسه پورې معلوم نه دى .
درحيمي څرګندونوله مخې ، ددغو نښتو په بهير کې امنيتي ځواکونو دباباجي او لوى مانده په ساحوکې پرمختک ګړي دي او دپوليسو دځواکونو درې امنيتي پوستې چې پخوا دطالبانو لاس ته ورغلې وې بيرته امنيتي ځواکونو ترلاسه کړي دي او دهغوى دپرمختګ بريدونه په شاتمبول شوي دي .
والي زياته کړه چې طالبان دتيښتې په حال کې دي او امنيتي ځواکونه په لوړ مورال سره خپل پرمختګ ته دوام ورکوي .
دهلمند ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال نبي جان ملاخيل وايي چې ددغو نښتو په بهير کې دپوليسو څلور تنه سرتيري شهيدان اولس تنه نور ټپيان شوي دي .
1 1 دقیقه لوستل