امنیت

امنيتي ځواکونو په جاني خيلو ولسوالۍ کې درې پوستې له مخالفينو څخه ونيولې

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٦  :
د وسله والوطالبانوله شتون څخه دجاني خيلو ولسوالۍ د پاکولو او د هغې د بېرته نيولو په موخه دامنيتي ځواکونو ګډعمليات پيل شوي دي.
د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل د باختر آژانس خبريال ته وويل؛ په جاني خيلو ولسوالۍ کې د دښمن په سنګرونو دغه پراخ او چاڼيز عمليات  هغه وخت پيل شول  چې وسله والو  طالبانو په دغې ولسوالۍ  پراخ يرغل وکړ او له امله يې درې امنيتي پوستې له وسله والو طالبانو څخه بېرته دامنيتي ځواکونوله خوا ونيولې شوې.
د دغو عملياتو په بهيرکې  د عامه نظم پنځه تنه پوليسان شهيدان او پنځه تنه نور ټپيان  شول او عمليات دوام لري او تر اوسه پورې د دښمن د سر د زيان په باب   کوم خبرنه دى ترلاسه شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته