امنیت

امنيتي ځواکونو يو وسله وال طالب وواژه او دوه تنه نورطالبان يې ټپيان کړل

کابل باختر دمرغومي شپاړلسمه :
په غزني ولايت کې نن د وسله والوطالبانو او دپوليسو دځواکونو ترمنځ نښته کې يو وسله وال طالب ووژل شو او دوه تنه نورطالبان ټپيان شول .
دغزني ولايت دده يک ولسوالۍ امنيه قوماندان فيض محمد توپان باخترآژانس ته وويل: د وسله والوطالبانو او د پوليسو د ځواکونو ترمنځ جګړه د ده يک ولسوالۍ په تارسن ساحه کې ونښته چې له امله يې يوطالب ووژل شو او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: ددغې پيښې په بهيرکې د وسله والوطالبانو يو (آر-پي- جي) توغندى هم د پوليسو د ځواکونو لاس ته ورغلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته