امنيتي ځواکونو شپږ تنه تروريستان وځپل

کابل باختر د  وږي  پنځه ويشتمه :

شپږ تنه تروريستان  په جوزجان ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې  ووژل شول .

  دغه تروريستان هغه وخت  دپوځيانو له خوا په ډزو سره وځپل شول چې دقره دريا په امنيتي پوستې بريد وکړ .

دجوزجان  ولايت يوه امنيتي  مسوول باختراژانس ته خبر ورکړ چې دطالبانو په دې ناکام بريدکې شپږ تنه تروريستان ووژل شول .

ده وويل چې په دې پيښه کې ددغې پوستې سرتيرو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته