کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ٢٦مه
د روزګان امنیتي مسوولين وایي چې د مهماتو یوه ډيپو نيولې ده.
د روزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي باختر اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو د چاڼیزو عملياتو په پايله کې د ترینکوټ اړوند د چرمګر په سیمه کې د وسله والو مخالفینو د ماینونو یوه لویه ډيپو چې پکې (۵۲) کیلو چاویدونکي توکي، ګڼ شمیر ریموټونه، (۳۰۰) متره ناسوزه مزي، د ماينونو لپاره د ځای کېندلو يوه برمه او یو شمېر نور مهمات نیولې دي.
ده زياته کړه چې په سیمه کي د دوی عملیات روان دي او ځينې سیمې یې له وسله والو مخالفینو څخه نیولې او وسله وال مخالفين يې له سیمې څخه تیښتي ته اړ کړي دي.
صدیقي وايي چې په دغو عملیاتوکې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
0 1 دقیقه لوستل