امنیت

امنيتي ځواکونه د غور د ښځو له خوا وستايل شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٣٠
د غور ولايت ښځو د دغه ولايت امنيتي ځواکونو ته د وياړ د مډال په ورکولو سره د هيواد د وسله والو ځواکونو د مستقلانه دفاع ملاتړ وکړ.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه؛ د غور ميرمنو، ميندو او مدني او ټولنيزو فعالينو په غور ولايت کې د ښځينه امنيتي ځواکونو په غاړو د ميړانې او د اتلوالۍ د مډالونو په اچولو سره د دوى ميړانې، سرښندنې او ځان تيريدنې وستايلې او له امنيتي ځواکونو سره يې خپل ملاتړ اعلام کړ.
په دغو مراسموکې د غور ولايت د ښځو د چارو رييسې معصومې انوري د وينا په ترڅ کې وويل: موږ وياړو چې نن د هيواد امنيتي ځواکونو په تيره بيا د غور ولايت امنيتي ځواکونو وکولاى شول په مستقلانه ډول د هيواد د امنيت د تامينولو مسووليت په غاړه واخلي .
دې زياته کړه: موږ د هيواد د ښځو په توګه له ټولو افغان ځواکونو په تېره بيا په هيواد کې د ښځينه امنيتي ځواکونو سره خپل ملاتړ اعلاموو.
د غور د ښځو د اتحاديې رييسې او د دغه ولايت د بشر د حقوقو کارکوونکې فريدې ناصري د خبرو په ترڅ کې وويل چې موږ ټول د افغانستان د اتباعو په توګه ډيرخوشحاله يو چې د هيواد د امنيت د تامينولو بشپړ مسووليت د افغانستان امنيتي ځواکونوته وسپارل شو او امنيتي ځواکونو دغه ځواکمنۍ ترلاسه کړې ده چې په مستقلانه ډول د هيواد دفاع وکړي.
دې زياته کړه چې په هيواد کې اوسنۍ آرامۍ او امنيت او په بېلابېلو ټولنيزو برخو کې د خلکو فعال شتون د امنيتي ځواکونو د پرله پسې هلوځلو زيږنده دي.
ناصري زياته کړه چې د هيواد د امنيتي ځواکونو په ليکوکې د زړورو ښځو شتون د قدر او ارزښت وړ دى او د امنيت په تامينولو کې زيات ارزښت لري.
له بله پلوه د غور ولايت يوې ملي پوليسې ملالۍ وويل چې د يوې افغانې ښځې په توګه خپلو خلکو ته ډاډ ورکوم تر هغه وخته چې توان لرم؛ دهيواد دامنيت دتامينولو په لاره کې هلې ځلې کوم.
له څو کلونو راپه دې خوا د هيواد د امنيتي ځواکونو په ليکوکې د ښځو د جذب او جلب په لاره کې دمسوولينو هلې ځلې دوام لري چې اوس دوه زره ښځينه پوليسانې په افغانستان کې فعاليت کوي، خو اوس هم د کورنيو چارو او د ملي دفاع په وزارتونو کې د دوى شتون لږ دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته