امنیت

امنيتي منسوبين دهيواد دځمکنۍ بشپړتيا دفاع او دخلکو دمال اوسر ساتنه ستر وياړ دى

کابل باختر د مرغومي ديارلسمه :
امنيتي منسوبين وايي چې دوى ته  دهيواد  دځمګنۍ دبشپړتيا  دفاع او دخلکو دسراومال ساتنه ستر وياړ بلل کيږي او په دې کار کې يوه شيبه هم  غفلت  نه کوي .
يوشمېر امنيتي منسوبينو  دباختراژانس له خبريال سره په خبرو کې  له بهرنيو ځواکونو څخه  افغان امنيتي ځواکونو ته دامنيتي او دفاعي مسووليتونو دليږدونې دبهير دبشپړيدو  دهرکلي تر څنګ وويل چې دزړه له کومې  دغه مسووليت  مني او په دې وياړم ځکه دهيواد دځمکنۍ بشپړتيا دفاع او دخلکو دسر او مال ساتنه دهر امنيتي منسوب لپاره ستر وياړ بلل کيږي .
دکابل ښار  دپوليسو  دنهمې حوزې دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې  مدير سمونوال  روح الله  په دې  باور دى  چې هر امنيتي  منسوب ته  له دې څخه لوړ وياړ نشته چې دهيواد د ځمکنۍ  بشپړتيا ددفاع او دخپلو خلکو دسراو مال په ساتنه کې  ونډه واخلي .
سمونوال  روح الله  دباختراژانس خبريال ته وويل چې له بهرنيو ځواکونو  څخه دافغان امنيتي ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو دليږدونې بهير پاى ته ورسيد او ددې خاورې هغه رښتيني بچيان چې دامنيتي ارګانونو په چوکات کې خپل پور اداکوي دهيواد ناموس او دخلکودسراومال  دفاع اوساتنه ستر وياړ بولي .
دملي اردو ديوې قطعې سرتيري  عبدالکريم  دباختر اژانس خبريال ته وويل :  دى دخپلو نورو ملګروپه شان له بل هر وخت څخه زيات خپل مسووليت  بولي چې ددې خاورې ددښمنانو دتوطيو  په وړاندې څه ډول  ځواب وايي .
عبدالکريم وايي داهيواد دافغانانو دى  او ددې خاورى هر بچې دهغې دساتنې لپاره سرښندنې ته چمتو دى . 
يوبل امنيتي منسوب منير احمد وايي چې دخپلې خاورې  ددفاع لپاره  له بل هروخت  څخه زيات  هوډمن دى او دخپل  دغه آرمان په خاطر دهيواد په هرګوټ کې چې اړتيا پيدا شي  ددښمن دځپلو  لپاره وردانګي .
دى وايي دافغانستان  او دخپلو خلکو ددفاع لپاره سرښندنې  ته چمتو دى او امنيتي ځواکونه دهيواد دمسلمانو او ديندارو خلکو دعا له ځان سره لري .
ځکه خلک دخپلو امنيتي منسوبينو په ځواکمنۍ او پاکې انګيزې  باور لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته