امنیت

امنيتي غونډه جوړه شوه

 کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٥ :
د کورنیو چارو دوزیر محمد عمر داوود زي په مشرۍ دهلمندولايت دسنګين ولسوالۍ  او د کابل کندهار د لويې لارې د امنیت په مقصد ګډه امنیتي غونډه  جوړه شوه .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دغه  امنیتي غونډه  کې چې د کورنیو چارو وزارت مرستیالانو، ریسانو او دجنرالانو په ګډون جوړه شوې وه لومړی د کورنیو چارو وزیر د ملي امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د ملي پولیسو له کړنو څخه خوښي څرګنده کړه ویې ویل، د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې ملي پولیس مو له ملي اردو ملي امنیت او نورو امنیتي ارګانونو سره په  پوره همغږۍ له ترهګرو سره په جګړه بوخت دي او موږ به د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه له خپلو ټولو شته امکاناتو څخه کار واخلو ترڅو په سنګین ولسوالۍ کې ډاډمن امنیت ټینګ کړو.
دغه راز د کورنیو چارو وزیر د کابل – کندهار لویه لاره چې څه موده وړاندې د موټرو د سوځولو پېښې  پکې رامنځته شوې وې او خلکو دناامنيو له امله شکایتونه کول او په لاریونونو یې لاس پورې کړی وو، د میدان وردګو، غزني، زابل او کندهار ولایتونو امنیه قوماندانو او د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت مسوولینو ته یې جدي دنده وسپارله چې  ډيرژر ددغې لويې لارې او قطارونو ډاډمن امنیت خوندي کړي که نه نو پر دې لويه لاره چې هره امنیتي ننګونه رامنځته کیږي مسولیت به یې د دوﺉ په غاړ وي.
د غونډې په پای کې د کورنیو چارو وزیر د ملي پولیسو ټولو مسوولینو ته جدي لارښوونې وکړې چې د خپلو ټولو شتو امکاناتو څخه دې په هلمند ولایت کې د روانې جګړې د پای ته رسیدو په مقصد د ترهګرو د هر راز امنیتي ننګونو پروړاندې جدي مبارزه وکړي او جګړه  پای ته ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته