امنیت

امنيتي تدبيرونه په انتخاباتو کې دپراخ ګډون لپاره دخلکو دهڅونې سبب شوي دي .

کابل باختر د غبرګولي درې ويشتمه :
په هيواد کې دپراخو امنيتي تدبيرونو نيول په هيواد کې دجمهوري رياست په دويم پړاو انتخاباتو کې دخلکو دپراخ ګډون لپاره ددوى دهڅونې سبب شوي دي.
سبا دغبرګولي دمياشتې په ٢٤ نيټه دشنبه په ورځ په ټول هيواد کې دجمهوري رياست دويم پړاو انتخابات ترسره کيږي .
  سره له دې چې دافغانستان دخلکو دښمنانو زموږ دهيواد او خلکو ددغه تاريخي  اوبرخليک  ټاکوونکي بهير دګډوډولو لپاره پراخ تبليغات پيل کړي دي خو دهيواد دښارونو او سيمو دامنيت دتامينولو لپاره دامنيتي ځواکونو نه ستړې کيدونکو هلوځلو خلک په انتخاباتو کې دګډون او دهيواد د امنيتي ځواکونو دځواکمنۍ په نسبت باوري  کړي دي .
دکابل ښار يو اوسيدونکي احمد رشاد وايي، زموږ دهيواد او خلکو دکورنيو اوبهرنيو دښمنانو ناوړه نيتونه ددې سبب شوي دي چې زموږ امنيتي ځواکونه په يوې لوړې انګيزې  سره  دهيواد او خلکو ددښمنانو په وړاندې ودريږي او هغوى ته ددې مجال ورنه کړي چې په هيواد کې دجمهوري رياست  ددويم پړاو انتخاباتو دبهير مخه ونيسي .
دکابل ښار يوبل اوسيدونکي محمد منير په دې باور دى چې دهيواد دښمنانو زموږ دخلکو ترمنځ  خپل ماهيت په بشپړه توګه له لاسه ورکړى دى او خلک په ډاګه وايي چې يواځې دګوټې په شمار يو شمير پلورل شوي کسان دپرديو استخباراتو په لارښوونه اوملاتړ زموږ دخلکو په وژنې او ډار اچونې او دهيواد په ويجاړولو لاس پورې کوي او له شک پرته دغه دګوټې په شمار پلورل شوي کسان دخلکو ترمنځ ځاى نه لري، اوزموږ له ملي ځواکونوسره په مقابله کې يې خپله ځواکمني هم له لاسه ورکړې ده .
زموږ دغه هيوادوال څرګنده کړه چې دهيواد دامنيتي ځواکونو دامنيتي تدبيرونو په پام کې نيولو سره په ډاډه زړه په  انتخاباتو کې ګډون کوي .
په کابل ښار کې يو تن امنيتي منسوب  دباختراژانس خبريال ته وويل: دهيواد اوخلکو په وړاندې زما احساس زه دې ته وهڅولم چې په بشپړې ويښتيا او هوښيارۍ سره ددښمن دهر راز ناوړو پروګرامونو مخه ونيسم او پرې نه ږدم  چې دجمهوري رياست  دانتخاباتو دښمنان زموږ دهيواد او خلکو دغه برخليک ټاکوونکي بهير ګډوډ کړي .
  دکابل ښار ديو امنيتي کمربند دغه منسوب په داسې حال کې چې له خپلو نورو سنګروالو سره هغه وسايط چې کابل ښار ته ننوتل په دقت سره لټول هيله وکړه چې سبا دخپلو دندو دترسره کولو په بهير کې ددې مجال پيداکړي چې دى هم وکولاي شي دراي ورکولو يوه مرکز ته لاړ شي ،او خپله رايه دخپلې خوښې  نوماند په ګټه وکاروي.
په همدې ترتيب يو زيات شمير هيوادوالو دباختراژانس له خبريال سره په خبرو کې ددويم پړاو انتخاباتو دبهير دامنيت دتامينولو  لپاره دامنيتي ځواکونو دهلوځلو او ملاتړ له امله قدرداني وکړه او ويې ويل  چې له انديښنې پرته په انتخاباتو کې ګډون کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته