امریکا کې د ناټو ۷۵ سرمشریزه، روسیه یو لوی ګواښ دی

نړۍ، د غبرګولي ۲۱ مه، بهرنۍ رسنۍ

د امریکا متحدا ایالاتو په کوربه توب د ناټو سرمشریزه پای ته رسېدلې او ټولو غړو یې د کابل په وخت نن پنجشنبې سهار د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره روسیه د دغه سازمان لپاره یو لوی ګواښ بللی، ټینګار یې کړی، چې د تاوتریخوالي له زیاتېدو څخه د مخنیوي لپاره به مسکو سره د اړیکو لارې فعاله وساتي.

خبرپاڼه کې له اوکراین څخه د ملاتړ او د چین د کابو کولو موضوع هم یاده شوې.

«««««

ناټو په نړۍ کې خپل حضور پراخوي

د ناټو سازمان مشرانو په واشنګټن کې د دغه سازمان په ۷۵ مه سرمشریزه کې پرېکړه کې، چې غواړي په افریقا، منځني ختیځ، تور سمندرګي، بالکان هېوادونو او د نړۍ په ځینو نورو سیمو کې خپل حضور پیاوړی کړي.

دوی دغه پرېکړه نن پنجشنبې سهار د سرمشریزې د وروستۍ اعلاميې په ترڅ کې کړې ده.

د ناټو غړو هېوادونو ویلي، چې د حضور له پراخولو یې موخه نړۍ کې د سولې ساتل دي.

«««««

د ناټو سازمان د ګدې اعلامي څو نور مهم ټکي په دې ډول دي.

ناټو خپل هستوي سیستم نوی او پیاوړی کوي،سازمان کې د اوکراین د غړیتوب لپاره هڅې کېږي، خو چې شرایط پوره کړي، ناټو اراده لري، چې د راتلونکي په جریان کې اوکراین سره ۴۰ میلیارده یورو مرسته وکړي، ناټو سازمان له چین څخه غوښتي، چې له روسیې سره له همکارۍ لاس واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته