خبرونهنړۍ

امریکا په منځني ختیځ کې جګړې غځولو ته لمن وهي

نړۍ، د لېندۍ ۲۱ مه، بهرنۍ رسنۍ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له خپل چینایي سیال وانګ یي سره په ټیلفوني خبرو کې غزه کې روان وضعیت ته په اشارې ویلي، چې امریکا سیمه کې د جګړې غځول غواړي.

نوموړي زیاته کړې، چې که غزه کې روانه جګړه سملاسي و نه درول شي، نو یو لوی ناورین به رامنځته او پایله به یې ډېره سخته وي.

ورته وخت کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال اسرایلو سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې غواړي دغه مرستې د حماس ډلې تر بشپړه له منځه تلو پورې وغځوي.

امریکا یواځېنی هېواد دی، چې غزه کې د سملاسي اوربند مخالفت کوي او دې وروستیو کې یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري غزه کې د سملاسي اوربند د تینګښت په اړه جوړه شوې مسوده ویټو او رد کړه.

دغه راز د حماس غورځنګ مشرانو ویلي، چې د دایمي اروبند له ټینګېدو پرته هېح اسرایلي اسیر له غزې وتلی نه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته