امریکا په غزه کې د اوربند ټینګېدو پر ضد رایه ورکړې

نړۍ د لېندۍ ۱۸ مه، بهرنۍ رسنۍ
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته، چې غزه کې د فوري اوربند ټینګېدو په اړه رابلل شوې وه، امریکا په کې د دغه اوربند پر ضد رایه ورکړې او دغه پرېکړه لیک یې وېټو کړی دی.
امریکایي لوري ویلي، چې دوی په غزه کې د فوري اوربند له ټینګېدو ملاتړ نه کوي، په داسې حال کې چې د شورا نورو غړو د دغه اوربند د فوري ټینګېدو پر ملاتړ رایه ورکړه.
بېلابېلو هېوادونو، سازمانونو او د بشر حقونو ادارو د امریکا دغې پرېکړې غندنه کړې او ویلي یې دي، چې دې سره امریکا په غزه کې د ملکي وګړو په وژنو کې مخامخ ښکېله بلل کېږي او بشري جنایت ترسره کوي.
د یادونې وړ ده، چې امریکا په روانه جګړه کې د اسرایلو یو له مهمو ملاتړو څخه بلل کېږي او د فلسطینیانو د وژلو په روانه پروسه کې له صهیونستي پوځیانو څخه ملاتړ کوي.
ورته وخت کې اسرایلي چارواکو د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې دغه جګړه ممکن څو اوونۍ نوره هم دوام وکړي.