سیاست

امریکا متحده ایالات: پاکستان دې له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې عملي ګامونه پورته کړي

– کابل باختردلړم دمياشتې٨نيټه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، پرون مازیګر په خپل کاري دفتر کې د امریکا د متحدو ایالاتونو د مرکزي قوماندانې له مشر جنرال جوزف ووټل سره وکتل.
د ملي امنیت شورامطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې، چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم حضور درلود، دواړو خواوو د افغانستان او سیمې پر روان وضعیت، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر، له ترهګرۍ سره ګډې مبارزې، امنیتي سکټور کې پر اصلاحاتو او د ولسي جرګې د بریالیو ټاکنو د ترسره کېدو په تړاو بحث او نظریات شریک کړل.
جنرال ووټل وویل، چې امریکا د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر ملاتړ کوي؛ د هغه په وینا، د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان دې ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې عملي ګامونه پورته کړي او په دې برخه کې موږ د افغانانو ملاتړ کوو.
هغه په امنیتي او دفاعي سکټور کې د اصلاحاتو راوستلو، فساد سره مبارزې، د هېواد د وسله وال پوځ د محاربوي ظرفیت لوړېدو او په دې اړه د ګټورو برنامو عملي کېدو لپاره د افغانستان حکومت هڅې وستایلې او د دې بهیر د دوام غوښتنه يې وکړه.
په همدې حال کې، د هېواد د ملي امنیت سلاکار له افغانستان سره په بېلا بېلو، په ځانګړې توګه د افغان ځواکونو د تجهیز او سمبالښت برخو کې د امریکا د مرستو قدرداني وکړه او زیاته يې کړه، چې افغان حکومت په امنیتي او دفاعي سکټور کې اصلاحاتو ته ژمن دی او پولیس به خپلې اصلې دندې، د قانون پلی کېدو ته ور وګرځي.#پاى- سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته