امریکا له اسرایلو، اوکراین او تایوان سره ۹۵ میلیارده ډالر مرسته اعلان کړه
![Img 20240214 Wa0005](https://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/02/IMG-20240214-WA0005-780x470.jpg)
نړۍ، د سلواغې ۲۵ مه، بهرنۍ رسنۍ
د امریکا متحده ایالاتو کانګریس پرون سه شنبې له اسرایلو، اوکراین او تایوان سره ۹۵ میلیارده ډالر بهرنۍ مرسته اعلان کړه.
دغو مرستو کې ۶۰ میلیارده د اوکراین، ۱۴ میلیارده د اسرایلو، ۱۰ میلیارده غزه کې د بشري مرستو، ۸ میلیارده د تایوان او پاتې نوره یې په هند ارام سمندر کې د خپلو ملګرو هېوادونو لپاره ځانګړې شوې ده.
دغه مرستې چې کانګریس کې د دیموکراتانو پرې خوښه او د جمهوریت غوښتونکو پر خوښه نه وه، تر یو میاشت جنجالونو وروسته تصویب شوه.
امریکا له اسرایلو سره دغه مرسته په داسې مهال اعلان کړې، چې صهیونست ځواکونه همدا اوس په غزه کې د فلسطینیانو ټول وژنه کوي او په دغې وژنه کې له هغو وسلو څخه کار اخلي چې امریکا او نورو ملګرو هېوادونو یې ورکړې دي.