خبرونهنړۍ

امریکا د بنګله دېش وروستیو بدلونونو کې لاس لري

کابل د زمري ۲۳مه، باختر

له هند څخه خپرېدونکې ایکونومیک ټایمز ورځپاڼې د بنګله دېش د پخوانۍ لومړۍ وزیرې حسینه واجد له قوله خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په وروستیو بدلونونو کې امریکا لاس درلود.

ورځپانې د د مېرمن حسینې له قوله زیاته کړې، چې ګواکې امریکا یې له حکومت څخه پر بنګال خلیج کنټرول او دغه راز د سینټ مارټین ټاپو حاکمیت غوښته.

سپینې ماڼۍ دغه ادعاوې رد کړي او هغه یې د بنګله دېش کورنۍ مسئله بللې ده.

د حسینې زوی ساجب واجد بیا د اېکس په یو پیغام کې د هندي ورځپاڼې دغه خبر رد کړی، زیاته کړې یې ده، چې مور یې هېڅکله داسې څرګندونې نه دي کړي.

بنګله دېش له تېرو شاوخوا دوه میاشتو څخه د یو لړ حکومت ضد لاریونونو شاهد و، چې پایله کې یې د حسینه واجد واکمني پای ته ورسېدله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته