امریکا ته قدرت ښودنه؛ کېم جونګ اون خپله د پوځ تمرینات اداره کوي

نړۍ، د کب ۲۶ مه، بهرنۍ رسنۍ
د کوریا دولتي خبري اژانس له لوري په تازه خپاره شویو انځورونو کې لیدل کېږي، چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون په خپله د دغه هېواد د پوځ نوي پیل شوي تمرینات له نږدې څاري.
یاد اژانس لیکلي، چې دغو پوځي تمریناتو کې له کېم سره د هغه کوچنۍ لور، چې ویل کېږي راتلونکي کې د پلار ځای ناستې ده، هم ملتیا کوي.
انځورونو کې ښکاري، چې دغو تمریناتو کې پوځ تر ټولو سخت تمرینونه کوي او له پوځي لویو او وړو الوتکو څخه هم په کې کار اخیستل کېږي.
د شمالي کوریا پوځ دغه تمرینات په داسې مهال ترسره کوي، چې موده وړاندې مشر یې کېم جونګ اون ویلي وه، چې سیمه کې د امریکا او جنوبي کوریا له لوري ترسره کېدونکي پوځي تمریناتو ته به تند ځواب ووایي.