امریکا او انګلیس یوځل بیا د یمن خاوره په نښه کړې
نړۍ، د سلواغې ۱۷ مه، بهرنۍ رسنۍ
د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر اساس د امریکا او انګلیس هوایي ځواکونو یو ځل بیا په یمن کې د صعده ښار په نښه کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یمن حوثي وسلوالې ډلې یو ځل بیا په سره بحیره کې د امریکا او سیمه کې یې د ائتلاف د نورو ملګرو هېوادونو ځینې پوځي او غیرې پوځي کیښتۍ په نښه کړې دي.
حوثي وسلوال وایي، چې دغه کار په غزه کې له حماس غورځنګ او نورو فلسطیني جهادي ډلو څخه د ملاتړ په درشل کې کوي، خو امریکا ګواښ کړی، چې منځني ختیځ کې به ټولې هغه ډلې په نښه کړي، چې تهران یې ملاتړ کوي.
واشنګټن د دغه ګواښ په پایله کې تر دا مهاله په عراق، سوریه او یمن کې څو ځلي هوایي بریدونه کړي، چې د امریکایي چارواکو د ادعا له مخې د هغو وسلوالو مرکزونه یې له منځه وړي، چې ایران یې ملاتړ کوي.
که څه هم ایران په مسقیمه توګه د دغو ډلو ملاتړ نه تاییدوي، خو یمن کې حوثي وسلوالو ته د رسمي حکومت خطاب کوي.