امریکا، اوکراین ته د سرتېرو د لېږلو په اړه د فرانسې غوښتنه رد کړه
نړۍ، د کب ۱۶ مه، بهرنۍ رسنۍ
د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا همغږي کوونکي او ویاند جان کربي خبریالانو سره په خبرو کې د فرانسې د ولسمشر امانوېل ماکرون د هغو څرګندونو په ځواب کې چې ویلي یې وه، متحین باید د اوکراین په برخه کې ډارن نه وي، ویلي، چې موږ د فرانسوي مشر خبرې داسې نه تحلیلو، چې ګواکې متحدین باید هلته سرتېري ولېږي، خو امریکا نه غواړي، چې اوکراین ته او هلته په ځمکنۍ جګړه کې ځان ښکېل کړي.
د کربي په خبره د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي له خپلو متحدینو عسکر نه غواړي؛ بلکې وسلې او مهمات غواړي، هغه څه چې متحدین باید په کې بې غوري وه نه کړي.