نړۍ

امريکا په هندوستان کې کمپيوټري ښارونه جوړوي

 نوى ډيلى ايرنا   باختر دسلواغې دمياشتې  ٢ :
دانديا ټايمز دورځپاڼې دخبرله محې :  دامريکا  حکومت هندوستان ته  دامريکا د جمهوررييس  بارک  اوباما  دراتلوونکې اوونۍ دسفر په بهير کې له هندوستان سره به  دکمپيوټرونو ښارونو دجوړولو  تړون لاسليک کړي .
د کمپيوټري ښارونو د جوړولو تصميم  نيويارک ته دهند دصدراعظم نارندرامودي  دتير دسمبر  دمياشتې په سفرکې  نيول شوى دى.
دغه ښارونه  به دهند دالله آباد  ، اجمر  او  دويشکاپاتنام په ايالتونو کې   جوړشي .
مشهورو امريکايي شرکتونو ددغو ښارونو د جوړولو  له پروژو سره  دمرستې په لاره کې   کنسرسيوم  جوړ کړى دى.
دايران ددولتي خبري آ ژانس دانترنتي سايټ دخبرله مخې :   دهند دصدراعظم 
نارندرا مودي  حکومت تصميم لري  چې په هندوستان کې سل هوشمند يا کمپيوټري ښارونه  جوړ کړي .
کمپيوټري يا سمارت سټي  هماغه ښار دى  چې  په هغو کې  دسوکالۍ دزياتوالي  لپاره  له   ديجيتلي تکنالوجۍ څخه استفاده کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته