نړۍ

امريکا هلې ځلې کوي له افغان ځواکونو سره مالي مرسته وکړي.

واشنګټن- سنارس  – باختر د چنګاښ دمياشتې ١
دامريکا دستارس اينداسترايپس ورځپاڼې په خپلې وروستې ګڼه کې له افغان پوځي ځواکونو سره دامريکا دمالي مرستو د دوام په باب امريکا هلې ځلې کوي افغان امنيتي ځواکونو ته په ملياردونو ډالره زياته مرسته برابره کړي .
تر عنوان لاندې يوه مقاله خپره کړې ده او ليکي امريکا هلې ځلې کوي افغان اردو او دپوليسو ځواکونو ته زياتې مرستې برابرې کړې.
دغه مرستې به دنويو شرايطو له لګولو پرته وي او د ورځپاڼې په ليکنه هلې ځلې کيږي چې ضايع نه شي .
ددغې ورځپاڼې په مقاله کې ليکل شوي دي چې امريکا او متحدين يې دناتو دمشرانو په غونډه کې ژمنه کوي چې تر ٢٠٢٠ ميلادي کال پورې په کال کې له افغان امنيتي ځواکونو سره پنځلس مليارده ډالره مالي مرسته وکړي دناتو دمشرانو دوه ورځنۍ غونډه دچنګاښ دمياشتې په ١٨ نيټه په وارسا کې جوړيږي.
ستارس انداسترايپس ورځپاڼه ليکي امريکا له دې مجلۍ څخه لس نيم مليارده ډالره ورکوي.
ورځپاڼه په دوام کې ليکي ٣٥٢ زرو تنو افغان سرتيرو او پوليسو ته دمالي مرستې دبرابرولو لپاره په افغانستان کې دامريکا په مشرۍ دايتلاف دځواکونو هلې ځلې هغه وخت پيليږي چې کتوونکو په پرله پسې توګه دغه پوښتنه طرحه کړې ده چې آيا دافغان امنيتي ځواکونو په ليکو کې په همدې شمير سرتيري فزيکي شتون لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته