امريکا د داعش پرخلاف (د اطلاعاتي ايتلاف) د جوړولو خبر ورکړ
واشنګټن – رويترز – باختر دلړم دمياشتې ٦
د داعش د ډلې په باب د لويديځ د خبرې او رسانه يي جنجال په دوام امريکا پرون په انترنت کې د ځواک د جذبولو او د فرقه يي کرکې د رواجولو په برخو کې د داعش د ډلې له هلوځلو سره د مبارزې لپاره له لويديځو او عربي هيوادونو سره ديو (اطلاعاتي ايتلاف) د جوړولو خبر ورکړ.
د رويټرز د خبرله مخې: امريکايي مامورينو د کويټ په غونډه کې عربى او اروپايي هيتونو ته وويل چې د دغه اطلاعاتي ايتلاف اقدامات بايد د داعش د ډلې پرخلاف د پوځي او مالي مبارزو بشپړونکي وي.
د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت معين ريچارد استنګل د کويټ له غونډې وروسته په يوه خبري کنفرانس کې وويل: يو پوځي ايتلاف شته چې هره ورځ د جګړى په ډګرکې د داعش له ډلې سره جنګيږي او له هماغه پيل څخه د ايتلاف شريکانو احساس کاوه چې بايد د پوځي ايتلاف د بشپړولو لپاره يو اطلاعاتي ايتلاف هم موجود وي.
د بريتانيا، فرانسې ، سعودي عربستان، مصر او د متحده عربي اماراتو په ګډون له اروپا او له منځني ختيځ څخه يو شمېر استازو د کويټ په غونډه کې ګډون کړى و.