کابل- باختر دمرغومي څليرويشتمه:
امريکا د ٢٠١٣ ميلادي کال تر مارچ پورې ٨٥٠ مليونه ډالره د افغانستان ملي بودجې ته ليږدوي .
دجمهوري رياست ويندوى ايمل فيضي چې امريکا ته د افغانستان د جمهور رييس حامدکرزي د سفر د نتيجو په باب دباختر اژانس له خبريال سره خبرې کولې، د دغه ټکى په څرګندولو سره زياته کړه: دغه پيسې به د بريښنا ، کرنې او کانونو په برخوکې وکارول شي .
د فيضي د څرګندونو له مخې: په دغه سفر کې دغه راز موافقه وشوه چې امريکا خپلې مرستې دبنسټونو په جوړولوکې د افغانستان د دولت دلومړيتوبونو له مخې ترسره کوي .
دجمهور رييس ويندوى دغه راز وويل: د امريکا دولت ژمنه وکړه چې دکجکي د بند پاتې لګښتونه به ورکړي او د افغانستان په بودجه کې به شامل کړي .
دده دڅرګندونوله مخې: له دغې مرستې سره په استفادې سره به دکجکي بند بيا جوړ شي .
دغه راز د افغانستان د لورې په وړانديز، امريکا د اقتصادي بنسټونو په بيا جوړولو، د سالنګ او د مرکزي سيمو د لويو لارو، د جلال اباد _ تورخم ، قندهار _ چمن او دکوکچې اوکونړ د بندونو په جوړولو، د شبرغان د ګازو د را ايستلو، د کرنې د ودې او پراختيا او د هيواد په ولايتونوکې د امريکايي پوهنتونونو دڅانګو په جوړولوکې له افغانستان سره مرسته کوي .
0 1 دقیقه لوستل