امريکا : دايبولا په وړاندې نړيوال غبرګون مطلوب نه دى
نيويارک فرانسپرس باختردلړم دمياشتې ٥ :
دملګروملتو په سازمان کې د امريکا سفير سامانتاپاور پرون د افريقا لويديځو هېوادونو ته د خپل سفر په پيل کې چې دايبولا د وژنکې ناروغۍ دخپريدو له خطر سره مخامخ دي ، له ايبولا ځپلو هېوادونو سره نړيوال ملاتړ نامطلوب وباله. دفرانسې دخبري آ ژانس دخبرله مخې : سامانتاپاور ګينه ته له رسيدو مخکې وويل : ايبولا ته نړيوال ځواب بايد داوسني حالت په نسبت په بشپړه توګه توپيري حالت ته ورسيږي .
ده زياته کړه : زياترو هېوادونو لا تراوسه پورې دطبي لوازمو ، دخوب د وسايلو او د منلو د اعتبار لپاره د مرستې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دى وړاندې کړى.
د نړ ۍ د روغتيايي سازمان د نويو شمېرنو له مخې : دنړۍ په ګوټ ګوټ کې څه ناڅه لس زره تنه دايبولا په ناروغۍ اخته دي .