سیاست

امريکا دافغانستان دجمهوري رياست دنوماند په کاروان ځانمرګي بريد وغانده.

واشنګتن  باختر د غبرګولي  اوولسمه :
دامريکا متحده ايالاتو اودملګروملتو دسازمان امنيت  شورا دافغانستان دجمهوري رياست  ددويم پړاو دانتخاباتو په يوه نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله ناوړه قصد وغانده .
  دامريکا دبهرنيو چارو وزارت وياندې ماري هارف وويل چې په ډاکتر عبدالله عبدالله بريدغندي .
دملګروملتو  دسازمان دامنيت شورا غړو هم ديوې اعلاميې په صادرولو سره وويل چې هيڅ تروريستي عمل په افغانستان کې دسولې ، دموکراسۍ او ثبات دتامينولو په لاره کې  دافغانانو تر مشرتابه لاندې هلوځلو خنډ نه شي کيداي .
  دوى دغه راز ددغې پيښې دقربانيانو کورنيو او دافغانستان حکومت   ته د ډاډ ګيرنې مراتب څرګند کړل .
دملګروملتو  دسازمان امنيت شورا په افغانستان کې  له دموکراتيکو بهيرونو  سره هم خپل ملاتړ اعلام کړ .
  عبدالله پرون  په کابل کې  په ځانمرګي بريد کې روغ رمټ پاتې شو .
ډاکتر عبدالله دده پرخلاف له ناوړه قصد وروسته په يوه انتخاباتي  غونډه کې وويل چې ديرغلګرو هدف دخلکو ترمنځ دويرې او ډار دفضا برابرول و چې  پرې نه ږدي دخپل برخليک په باب تصميم ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته