امريکا ترکيې ته پوځي ټيم استوي

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٨
ترکيې ته د داعش ضد د نړيوال ايتلاف د همغږۍ کوونکي جنرال جان الن له سفر سره جوخت واشنګټن ترکيې ته د يو پوځي ټيم د استولو لپاره له انقرې سره د موافقې خبر ورکړ.
د وطن د خبري شبکې د خبرله مخې: دغه تصميم له ترکيې مقاماتو سره د جان الن او د ده د مرستيال له کتنې وروسته نيول شوى دى.
د امريکا دوو تنو ځانګړو استازو پرون د داعش د پرمختګ د مخنيوي لپاره د ترکيې له خوا د سملاسي اقداماتو د نيولو د اړتيا په اړوند پرون له ترکيې مامورينو سره خبرې اترې وکړې.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جنيفرساکي په دې باب  وويل: د امريکا يو پوځي ټيم به د راتلوونکې اوونۍ په پيل کې د دغو خبرو د دوام لپاره انقرې ته واستول شي.
د ناټوسرمنشي هم پرون د ترکيې له جګپوړو مقاماتو سره په همدې باب خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته