امريکا اودملګروملتو سازمان په غزه کې له اوربند څخه سرغړونه وغندله

واشنګټن نړيوالې خبري منابع باختردزمري دمياشتې ١١ :
دامريکا حکومت او دملګروملتو سازمان داسرائيلو اودحماس دفلسطيني ډلې ترمنځ له اوربند څخه سرغړونه په کلکه وغندله .
باخترآژانس دنړيوالو خبري منابعو له خولې خبر راکړ :
دامريکا دبهرنيو چارو وزير جان کري دفلسطيني پوځي مليشو بريد چې له امله يې دوه تنه اسرائيلي سرتيري ووژل شول او يو تن بل يې په ښکاره يرغمل کړاى شو يو ناوړه عمل وباله او ويې غانده.
جان کړي وويل : دغه بريد هغه ضمانتونه چې حماس داروبند درعايتولو لپاره امريکا او دملګروملتو سازمان ته ورکړي وو، ترپښو لاندې کړل.
ده دحماس له ډلې څخه وغوښتل چې دغه اسرائيلي سرتيرى دې له قيد او شرط اوله ډيل پرته آزاد کړي .
جان کري چې له هند څخه خپل هېواد ته دستنيدو په لاره کې و، په يوه اعلاميه کې چې دامريکا دبهرنيو چارو وزارت له خوا خپره شوه وويل : چې امريکا پروني بريد په ډيرو سختو الفاظو سره غندي .
دملګروملتو سازمان هم دحماس دفلسطيني ډلې دغه بريد په کلکه وغانده.
دهمدې خبرله مخې : دملګروملتو دسازمان سرمنشي هم له ځنډ پرته داسرائيلي عسکر دخلاصون غوښتنه وکړه .
دوه اويا ساعته اوربند ددواړو لورو ترمنځ دبشري اړتياو دلرې کولو اودخبرو لپاره دزمينې دبرابرولو په مقصد دموافقې وړ گرځيدلى و خو دملګروملتو دسازمان دسرمنشي مرستيال جيفري فيلتمان له دغه اوربند څخه له سرغړونې وروسته وويل چې دمصر په منځګړيتوب دخبرو ددوام احتمال کمزورى بريښي.
په غزه کې دحماس دفلسطيني ډلې او اسرائيلو ترمنځ روانه جګړه کې څه دپاسه يو زرو پنځه سوه تنه فلسطينيان چې زياتره يې ملکي وګړي وو او ٦٣ تنه اسرائيلي عسکر وژل شوي دي.