سیاست

امريکايي مقام : له طالبانو سره خبرو پرمختګ کړى دى .

واشنګتن  باختر دغبرګولي ٣١مه :
  امريکا وايي چې له طالبانو سره په خبرو کې داسې پرمختګونه ترلاسه شوي دي چې کولاى شي له دغې ډلې سره دموافقې دمسودې دبشپړولو لپاره زمينه برابره کړي .
دملګروملتو په سازمان کې دامريکادسياسي چارو همغږي کوونکي  رودني هنتر ويلي دي چې دغه مسوده به دطالبانو ژمنه راونغالي  چې اجازه ورنه کړي.  دافغانستان له خاورې  څخه دکوم بل هېواد پرخلاف کار واخستل شي .
هنتر چې دملګروملتو دسازمان دامنيت شورا په غونډه کې خبرې کولې وويل چې ددغې مسودې له بشپړيدو وروسته به په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو دشتون د څرنګوالې په باب خبرې وشي .
په همدې حال کې هغه ټينګار وکړ چې په افغانستان کې دبهرنيو ځواکونو شتون به دافغانستان په حالت پورې مشروط  وي .
هغه وويل: (( امريکا له تروريزم سره دمبارزې په لاره کې دطالبانو له ډلې سره  په خپلو خبرو کې يولړلاس ته راوړنو ته رسيدلې ده اوښايي  په ډير لنډ ممکن وخت کې په داسې موقعيت کې ځاى ونيسي تر څو هغه مسوده چې دطالبانو دژمنو لرونکې ده، بشپړه کړي. ))
  دسه شنبې په ورځ  دطالبانو دډلې  يوه وياند په خپل تويتر کې ليکلى و چې له امريکا سره په خبرو کې له افغانستان څخه دامريکايي ځواکونو دوتلو دمسئلې په باب موافقې ته رسيدلي دي خو دغه ادعا دافغانستان دسولې لپاره دامريکا داستازي زلمي  خليل زاد له خوارده شوه .
هنتر دغه راز وويل: امريکا طالبانو ته څرګنده کړې ده چې په افغانستان کې دپوځيانو دشمير کمښت ته چمتو ده خودپوځيانو دشمير اويا دوتلو ديوه زماني جدول په باب موافقې ته نه يو رسيدلي .
له دولت سره دبهرنيو ځواکونو وروستۍ  دريځ به دسولې له موافقې وروسته وټاکل شي .
دامريکايي ديپلومات دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې دامريکا دمتحده ايالاتو دوسله وال پوځ  لوى درستيز جوزف  دنفورد څه موده مخکې ټينګار وکړ چې دتروريزم دستونزې دحل تر وخته پورې به امريکايي پوځيان له افغانستان څخه ونه وځي .
په هغو مزاکراتو کې چې دامريکا  دطالبانو  له ډلې سره پيل کړي دي ،څلور موضوعګانې  دخبرو وړ دي چې دبل هېواد پرخلاف دافغانستان له خاورې څخه دنه ګټې اخستنې لپاره دطالبانو ډاډمن کيدل په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو دشتون څرنګوالى ، بين الافغاني  خبرې او ددايمي اوربند ټينګښت پکې تامينېږي .   ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته