امريکايي سناتور جان مکين : اوباما زياتې تيروتنې کړي دي .

کابل باختر د غبرګولي اووه ويشتمه :
دامريکا دمتحده ايالاتو جمهوريت غوښتونکي سناتور جان مکين ويلي دي چې دامريکا دمتحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما په افغانستان کې دعراق دتيروتنې دتکرارولو په حالت کې دى.
دباختراژانس دخبر له مخې، دامريکا دجمهوريت غوښتوونکي سناتور دغه څرګندونې په داسې حال کې طرحه کيږي چې دامريکا جمهور رييس بارک اوباما دروان ميلادي کال دمى په مياشت کې له افغانستان څخه دوروستيو امريکايي پوځيانو دپړاويز وتلو زماني جدول اعلام کړ ، او دغه تصميم دامريکا په دننه کې له ځينو انتقادونو سره مخامخ شو.
دامريکا دجمهوري رياست پخواني نوماند جان مکين ټينګار کړى دى دامريکا جمهور رييس اوباما چې يو وخت يې دعراق جګړه ، بې مفهومه جګړه بللې وه دا دى وايي څرګنده ده چې دبغداد حکومت دالقاعده له شبکې څخه دالهام په اخستلو ياغيانو سره دمبارزې لپاره دامريکا زياتو مرستو ته اړتيا لري چې کولاي شي دامريکا امنيتي ګټې له ګواښ سره مخامخې کړي .
جمهوريت غوښتوونکي سناتور جان مکين چې د ٢٠٠٨ ميلادي کال دجمهوري رياست په انتخاباتو کې يې له اوباما سره سيالي وکړه او دده دبهرني سياست يو انتقادکوونکي بلل کيږي، دافغانستان په وړاندې داوباما په وروستيو سياستونو نيوکې کړي دي .
ده هغو ستونزوته په اشارې سره چې په دې وروستيو وختو کې عراق ورسره مخامخ شوى دى ويلي دي چې په عراق کې دوروستيو ستونزو دمخنيوي امکان شتون درلود .
په همدې حال کې داسوشيتد پرس خبري اژانس دامريکا دجمهوريت غوښتوونکي سناتور جان مکين له خولې ليکي چې ويلي يې دي، امکان درلود چې په عراق کې ددغو ټولو ستونزو مخه ونيول شي .
اسوشيتد پرس ليکلي دى خوسره له دې هم نږدې درې اوونۍ له هغه څخه وروسته په ناڅاپي ډول دعراق او افغانستان دجګړو دبندولو لپاره دبارک اوباما دهلوځلو په باب ترديد رامنځته شوى دى، ده دغه دوه جګړې دامريکا له پخواني جمهور رييس څخه په ميراث اخستي دي .
له عراق څخه دامريکايي پوځيانو له وتلو څخه دوه کاله وروسته دبغداد ښار په لور دافراطي تند لارو چټک پرمختګ په دغه هيواد کې دامريکا دنويو پوځي عملياتو احتمال زيات کړى دى ، په عراق کې اړو دوړ دامريکا دجمهور رييس ددغه پروګرام په باب يو لړ پوښتنې رامنځته کړي دي چې غواړي له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته محدود شمير امريکايي پوځيان په افغانستان کې وساتي .
بارک اوباما له افغانستان سره دامنيتي او دفاعي موافقه ليک دبشپړولو لپاره زياتې هلې ځلې کړي دي چې دروان ميلادي کال په وروستيو کې دجنګي عملياتو له پاى ته رسيدو وروسته په افغانستان کې دامريکايي پوځيانو ته دپاتې کيدو اجازه ورکوي .
داوباما دادارې دهدفونو يوه برخه په عراق کې دبحران دتکرار دمخنيوي او دافغانستان دامنيتي ځواکونو دپياوړتيا لپاره دزيات فرصت دورکولو لپاره هلې ځلې دي .