سیاست

امرخيل : د راى ورکولو دکارتونو پيرودل او پلورل يوه جفا ده

کابل باختر د تلي  دويمه :
د انتخاباتو دخپلواک کميسيون د دارالانشا رييس وايي: د رايې ورکولو د کارتونو پيرودل او پلورل يو ناوړه کار او د ملت د ارادې په وړاندې يوه جفا ده .
دغه څرګندونې په داسې حال کې چې کيږي؛ داسې رپوټونه شته چې ګنې په ځينو ولايتونوکې د رايې ورکولو کارتونه پيرودل او پلورل کيږي .
د انتخاباتو دخپلواکميسيون د دارالانشا رييس ضيا الحق امرخيل دباخترآژانس له خبريال سره په خبروکې وويل: د رايې ورکولو دکارتونو دپلورنې او پيرودنې  په باب دقيق اطلاعات نشته، خو د رسنيو  په رپوټونو کې ويل شوي دي چې په ځينو  ولايتونوکې د رايې ورکولوکارتونه چې د پيرودنې او پلورنې  په حال کې دي؛ يواځې د اشخاصوغولول دي اوبس او رايې ورکوونکو سره يوجفا ده .
امرخيل زياته کړه: هر شخص د رايې ورکولو ديو کارت مستحق دى او په انتخاباتو کې د يوې رايې د ورکولوحق لري.
امرخيل زياته کړه: دا ځل د انتخاباتو خپلواک کميسيون داسې تدبيرونه نيسي چې يوشخص يواځې يوه رايه ورکړي. په دې تدبيرونوکې د باکيفيته رنګونوڅخه د استفادې تدبيرونه هم شامل دي چې ژر د پاکولو وړ نه دي.
ده وويل چې د رايې ورکولو دکارتونو د ويشلو  بهير چې د روان کال په غبرګولي  په پنځمه نيټه پيل شوى دى؛ دوام لري او د دغې ادارې گرځنده ټيمونه کليو او لرو پرتو سيموته تللي دي چې په شرايطو په برابروکسانو د رايې ورکولوکارتونه وويشي.
په همدې حال کې د فيفا استازي ويلي دي چې د جمهوري رياست راتلوونکي انتخابات  به دافغانستان د آزادو اوعادلانه انتخاباتو د مرکز تر دقيقې اومنصفانه څارنې لاندې ترسره شي او په هغه کې به د درغلي او سرغړونې مخه نيول کيږي.
ده ويلي دي چې د انتخاباتو خپلواک کميسيون درې سوه زروتنو ته د څارنې کارتونه صادر کړي دي چې د انتخاباتوپه ورځ د رايې ورکولو په بهيرکې دقيقه څارنه ترسره شي ‌او هيڅوک  ونه شي کړى په درغلى لاس پورې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته