ټولنه

امان الله غالب : تخنيکي ستونزې دبرېښنا دپرچاوي سبب کېږي .

کابل / دلړم ١٩مه / باختر :
دبرېښنا شرکت رييس وايي  دهوا دسړښت او د تخنيکي  ستونزو له امله دبرېښنا پرچاوي زياتېږي .
هغه په دې باب  دباختراژانس له خبريال سره خبرې وکړې او ويې ويل چې دژمي په فصل کې له لګښتي برېـښنايي  وسايلو په استفادې سره پرچاوي زياته کړې ده او دبرېښنا  د کمښت سبب کېږي  له دې پرته په کابل ښار کې برېښنا په نور مال  ډول جريان لري .
امان الله غالب وايي دکابل دهوايي ډګر او دقصبې برېښنا دوه ورځې کېږي چې دکيندنې  له امله غوڅ شوې ده اود جوړولوکار يې نن پاى ته رسيږي.
دکابل برېښنا رييس انجنيرعبدالاحد بارکزي وويل: موږ دبرېښنا له کمښت سره مخ يو او اوسيدونکو ته دبرېښنا دويشلو عدالت په پام کې لرو .
هغه زياته کړه دژمي په فصل کې دشپې له خوا  نوي سلنه دکابل برېښنا تامينوو او دورځې له خوا پرچاوي لرو .
  ختم_ عطاالله_اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته