سیاست

امان الله تيموري د ارزګان د والي په توګه وټاکل شو

کابل باختر دکب څوارلسمه :
جمهوري رياست د يو حکم په صادرولو سره د ارزګان د والي په توګه د امان الله تيموري ټاکنه منظوره کړه.
د چارو د ادارې او د وزيرانوشورا د دارالانشا د لوى سرياست د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باخترآژانس ته خبرورکړ: دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوري رياست د سيمه ئيزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له وړانديز سره سم د امير محمد اخوند زاده پرځاى د ارزګان ولايت د والي په توګه د امان الله تيموري موظف کول  منظورکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته