المان دافغانستان له پراختيا سولې او ټيکاو سره ژمن دى .

کابل باختر دتلي شپږمه : په افغانستان کې دالمان سفير او دالمان داقتصادي هکاريو او انکشاف په وزارت کې دافغانستان دبرخې رېيس وايي: چې دغه هېواد دافغانستان له پراختيا ، سولې او ټيکاو سره په ملاتړ ژمن دى . دباخترااژنس دخبرله مخې؛ په افغانستان کې دالمان سفير پيترو پروګل چې پرون يې دالمان او افغانستان د دوه اړخيزې غونډې دپايلو داعلام په موخه د حکومت داطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې په يوګډ خبري کنفراسن کې برخه اخستې وه وويل: المان دافغانستان دانکشاف او د دغه هېواد دخلکو دپرمختګ لپاره ديوه ډاډمن او اوږدمهال ملګري په توګه ژمن پاتې کيږي . په همدې حال کې دالمان داقتصادي همکاريو او انکشاف په وزارت کې دافغانستان دبرخې رييس داکتر هيننګ پالتي دافغانستان او المان ترمنځ دکلنيو انکشافي همکاريو دخبرو پايلې چې دچارشنبې په ورځ په کابل کې وشوې بريالۍ وبللې . ده وويل: په دې غونډه کې دالمان لوري ژمنه کړې ده چې، ديو کال لپاره له افغانستان سره د ٢٣٤ مليونو يورو چې شل مليارده افغانى کېږي مرسته کوي . ټاکل شوې ده دغه پيسې ديو کال په بهير کې دښې حکومتوالى ، اقتصادي انکشاف ، ښاري پراختيا ، دشغلي فرصتونو دبرابرولو په تېره بيا دځوانانو لپاره او د ولسواليو په زير بنايي چارو کې به ولګولى شي. له دغو پيسو څخه دوه شپيته مليونه يورو به دافغانستان دبيا رغاونې د وجهي صندوق( اي ار تي اف ) له لارې او پاتې پيسې د دولت له بودجې څخه بهر خو دافغانستان دحکومت له لومړيتوبونو سره سمې ولګول شي. دماليې وزارت معينې ناهيد سرابي چې په خبري کنفرانس کې يې شتون درلود وويل: دافغانستان حکومت د هغو پيسو په لګولو کې چې دافغانستان دبيا رغاونې د وجهي صندوق له لارې لګول کېږي په شفافيت باندې ټينګارکوي . المان دبروکسل په کنفرانس کې له ٢٠١٧ ميلادي کال څخه تر ٢٠٢٠ کال پورې له افغانستان سره ديو اعشاريه اوو ميلياردو يورو مرستې ژمنه کړې ده او کال په کال له دغو پيسو څخه له افغانستان سره د ٤٣٠ مليونو يورو مرسته کوي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته