صنعا ريانو ستي باختر د ثور دمياشتې ١١
د القاعده ياغيانو پرون د يمن داردو د پنځلسو تنو نيول شويو عسکرو له جملې څخه درې تنه يې ددغه هيواد په جنوب کې اعدام کړل.
يوه اړوند خبرځاى وويل له هغه وروسته چې يوه ډله عسکر په روانه اوونۍ کې دترورستي ضد عملياتو په بهير کې دپوځي مليشو له خوا ونيول شول سيمه ييزو اوسيدونکو د دريو تنو عسکرو مړي دځوروني په نښو نښنانو سره وموندل تراوسه پورې دلسو تنو نورو برخليک معلوم نه دى .
ديمن اردو دسه شنبې په ورځ په جنوبي ولايتونو دشبوه او دبيان په ولايتونو کې دپوځي مليشو پرخلاف پراخ عمليات پيل کړل چې له امله يې څه د پاسه شل تنه بنسټ پال او نږدې پنځلس تنه عسکرو ووژل شول.
دالقاعده سازمان په يمن کې فعال دى او په سيمه کې يو ډير خطرناک تروريستي سازمان بلل کيږي.
ختم-ف-حامد
دکورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين د کاناډا له سفير سره په کتنه کې دامنيتي حالاتو په باب معلومات ورکړل.
0 1 دقیقه لوستل