خبرونهسیاستTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

اقلیمي بدلون؛ ستونزه نړۍ راپورته کړې او قرباني یې افغانستان دی

تبصره

اقلیمي بدلون چې وروستیو کلونو کې یې نړۍ له یو لوی چلنج سره مخ کړې او اکثریت قرباني هېوادونه یې هم هغه دي، چې په دغه بدلون کې هېڅ لاس نه لري او ملامت نه دي.

چین، امریکا او ځینې نور هېوادونه، چې د نړۍ تر ټولو ډېر کاربن ډای اکسایډ تولیدوي او د اقلیمي بدلون د رامنځته کېدو لامل ګرځېدلي، خو د دغه بدلون اغېز له اقتصادي اړخه کمزوري هېوادونه لکه افغانستان ګالي او په دغې برخه کې د وروستیو راپورونو له مخې افغانستان شپږم هېواد دی، چې په دغې برخه کې ډېر اغېزمن شوی دی.

د دغه بدلون له امله افغانستان کې ډېر زیان ځنګلونو ته اوښتی او یوه لویه برخه یې له منځه تللې ده او دغه راز یو لوی شمېر افغانان پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

همدارنګه په نړۍ کې دغه بدلون پر افغانستان یې اغېز د دې لامل شوی، چې هر کال د زرګونو کسانو ژوند د تودوخې د ډېروالي او سېلابونو د راوتلو له امله له خطر سره مخ شي.

که چېرې د نړۍ لوی صنعتي هېوادونه د کاربڼ ډای اکسایډ تولید کنټرول نه کړي او پر بدیل یې فکر ونکړي نو، دغه حالت به نور هم خطرناک شي او اغېز به یې تر ډېره هغه هېوادونه زغمي، چې له اقتصادي اړخه کمزوري دي او د دغه بدلون په رامنځته کولو کې لاس نه لري.

بل دا چې نړۍ کې د دغې ستونزې راپورته کوونکي هېوادونه باید کمزوري اقتصاد لرونکي هېوادونو او هغو هېوادونو ته، چې په دغه بدلون کې لاس نه لري، پراخ زیان ورکړي او له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې باید په کافي اندازه پیسې په واک کې ورکړي، تر څو د دغه وژونکي بدلون پر وړاندې مبارزه وکړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته