خبرونهسیاستاقتصادTOP

اقتصادي کمېسیون د شوکاڼو ډبرو پر سر د ټاکل شوې رویالیټي او ګمرکي تعرفې د ټیټېدو پرېکړه وکړه

کابل، د مرغومې ۲۸مه، باختر
د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
د اقتصادي کمېسیون په دغه نوبتي غونډه کې د شوکاڼو ډبرو پر سر د ټاکل شوې رویالیټي او ګمرکي تعرفې د ټیټېدو په اړه تر بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې د استخراج شویو شوکاڼو، چې نیمه پروسس یې شوی وي، في ټن رویالیټي دې له ۱۸۰۰ افغانۍ څخه ۱۲۰۰ افغانیو او ګمرکي تعرفه له ۱۰۰۰ افغانۍ څخه ۸۰۰ افغانیو ته راټیټه شي.
په غونډه کې همدارنګه پرېکړه وشوه، چې دا تصمیم یوازې په ساحه کې د پرتو ډبرو په مورد کې نیول شوی او د استخراج د بیا پيل په صورت کې به د رویالیټي او هم د ګمرکي تعرفې په اړه تجدید نظر کېږي.
همدارنګه د شوکاڼو ډبرو سوداګر مکلف شول تر څو په ساحه کې پرتې ډبرې د پنځو میاشتو په جریان کې بهر ته صادرې کړي.
په یاده غونډه کې د کابل ښار په کوټه سنګي سیمه کې د خصوصي سکټور له لوري د ملت سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د اقتصادي کمېسیون د نظر په پام کې نیولو سره منظوره شوه.
د دغه طرحې له مخې خصوصي سکټور ۱۲ پوړیز سوداګریز مارکېټ د شاوخوا ۳۲۴ میلیونه افغانۍ پانګونې سره جوړوي.
په دغه غونډه کې د اقتصادي کمېسیون له لوري د هلمند په لښکرګاه ښار کې د خصوصي سکټور له لوري د سوداګریز او هستوګنیز مارکېټ د جوړولو طرحه هم منظوره شوه، چې له مخې به يې خصوصي سکټور پنځه پوړیز سوداګریز او هستوګنیز مارکېټ د شاوخوا ۴۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې جوړوي.
د غونډې په پای کې د اقتصادي کمېسیون له غړو وزارتونو او ادارو سره د افغانستان ملي اقتصادي مشورتي بورډ کړنلاره هم شریکه شوه.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان ملي اقتصادي مشورتي بورډ غړي د پوهنتونونو استادان، د اقتصادي چارو کارپوهان او ملي سوداګر دي, چې اسلامي امارت ته به د مهمو اقتصادي مسایلو په اړه مشوره ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته