سیاستخبرونهاقتصادTOPټولنه

اقتصادي کمېسیون د حق‌العبور په بدل کې د کابل – جلال آباد د دویم سړک جوړولو پروژه تائید کړه

کابل، د سلواغې ۳مه، باختر

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې چې نن په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه؛ د حق‌العبور په بدل کې د جلال آباد د دویم سړک جوړولو پر پروژې، د مازادو او خوراکي غنمو د پېرلو پر تګلارو، د کابل ولایت په ختیځه سیمه کې د برېښنايي دروازو د کمپلېکس پر جوړولو او یوشمېر نورو موضوعاتو بحث وشو.

باختر آژانس ته د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې چې د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ جوړه شوه؛ تر هراړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د ټول پلازا/حق‌العبور په بدل کې د کابل – جلال آباد د دویم سړک جوړولو پروژه منظوره ده.

په همدې موخه ټولګټو وزارت ته لارښوونه شوې چې دغه پروژه د آزادې داوطلبۍ له لارې اعلان ته وسپاري او د سړک جوړونې د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره وړ شرکت انتخاب کړي. دغه راز یاد وزارت ته لارښوونه شوې چې د حق العبور په بدل کې د سالنګ لویې لارې لپاره جوړ شوی طرزالعمل دې پر دغه پروژه هم تطبیق کړي.

په غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د مازادو غنمو او د امارتي مرکزي سیلو شرکت له لوري د خوراکي غنمو د پېرلو په اړه پر جوړو شویو تګلارو بحث شوی او تر هر اړخیز بحث وروسته، د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په پام کې نیولو سره د یاد وزارت وړاندې شوې تګلاره تائید او د منظورۍ لپاره د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه مقام دفتر ته راجع شوې ده.

د دې تګلارې له مخې به د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بزګرانو د ملاتړ په موخه د غنمو د حاصلاتو په موسم کې په مناسبه بیه غنم پېري او د اړتیا پر مهال به یې د بیو د کنټرول او احتکار د مخنیوي په موخه بازار ته وړاندې کوي.

د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې، همدا رنګه د کابل ولایت په ختیځه سیمه کې د برېښنايي دروازو د کمپلېکس جوړولو طرحه هم منظوره شوې ده.

د دغې طرحې پر اساس به خصوصي سکټور د لسو کلونو لپاره د عامه – خصوصي مشارکت له لارې پانګونه کوي چې د لومړیو دوو کلونو پر مهال به ۵۱ سلنه او له درېیم تر لسم کال پورې به ۹۰ سلنه عواید د دولت خزانې ته جمع کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته