خبرونهاقتصادTOP

اقتصادي کمېسیون، د ټرانسپورټي چارو د تنظیم کمېسیون وړاندې شوې طرحه تائید کړه

کابل، د غبرګولي ۲۳مه، باختر

د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډې، د ټرانسپورټي چارو د تنظیم کمېسیون وړاندې شوې طرحه تائید کړه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ریاست الوزرا لومړي معاونیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د ټرانسپورټي ستونزو د حل په موخه، د افغانستان اسلامي امارت د ټرانسپورټي چارو د تنظیم کمېسیون له لوري پر جوړه شوې طرحه او وړاندیزونو مفصل بحث وشو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ اقتصادي کمېسیون په افغانستان کې د معیاري ځمکني ټرانسپورټي سیستم د رامنځته کولو او د ټرانسپورټي ستونزو د حل په موخه په لسو مادو کې د دغه کمېسیون وړاندې شوې طرحه، د دغې طرحې له لسمې مادې (په سرحدي بندرونو کې د بار وړونکو موټرو د نوبت د بهیر تنظیم) پرته چې یوازې د شپږو میاشتو لپاره په آزمایښتي ډول د تطبیق وړ ده؛ تائید کړه.

د یادونې وړ ده چې د دغې طرحې په عملي کېدو سره به، په کلني ډول څه ناڅه ۳۰ میلیارده افغانۍ عواید د دولت خزانې ته راټول شي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته