کابل باخترد کب اتمه :
د افغانستان اقتصادي ملي غونډه نن جوړه شوه.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: دغه غونډه د افغانستان د سوداګرۍ اوصنايعو د خونو په نوښت، د حرکت موسسې په همکارۍ او دهيواد د يوشمېر سوداګرو، پانګه والو او اقتصاد پوهانو په ګډون جوړه شوه او په هغې کې د خصوصي سکټور د لارې پرسر پراته خنډونه او د هغو د حل لارې چارې تحليل او وڅيړل شوې .
په دې غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍاو صنايعو د خونو د عامل هيئت رييس محمد قربان حقجوخبرې وکړې او ويې ويل چې ددغې غونډې نتيجې به د اقتصادي پاليسيو په برخه کې دخصوصي سکټور د پيشنهادي سند په توګه دجمهوري رياست د نوماندانو په اقتصادي خبروکې دوى ته وړاندې شي.
دغه راز دغه سند به له دولتي بنسټونو او د خصوصي سکټور له نړيوالو شريکانوسره شريک شي.
وروسته برخه والوپه اتوکاري ډلوکې دخصوصي سکټور دلارې پرسر دپرتوخنډونو په باب خبرې وکړې او دحل لارې چارې يې ولټول شوې .
دغه راز د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو دخونومرستيال خان جان الکوزي په خبروکې وويل: د خصوصي سکټور نظريې له څيړنې وروسته راټوليږي او په يوه رساله کې چاپ او په هغو اقتصادي خبروکې به چې د روان کال دکب دمياشتې په نولسمه نيټه ترسره کيږي؛ د جمهوري رياست د نوماندانو په واک کې ورکړى شي.
1 1 دقیقه لوستل