نړۍ، د زمري ۲۹مه، بهرنۍ رسنۍ
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د نړۍ یو بل مشهور هوایي شرکت امریکن ایرلاین هم د راتلونکي ۲۰۲۵ زیږدیز کال تر اپرېل میاشت پورې اسراییلو ته تګ راتګ ځنډولی دی.
د امریکن ایرلاین سربېره دلتا ایر لاین، ایزي جېټ، رایان ایر، ګروه لوفت هانزا، یونایټد ایرلاینز، اژه ایرلاینز، ایربالتیک، ایراینډیا، ایرفرانس- کی ال اېم، کاتای پاسیفیک، طارم، وولینګ و ایتا ایرویز هم اسرایلو ته خپل پروازونه ځنډولي او یا هم د دغه رژیم له فضا څخه له کار اخیستلو ډډه کوي.
د دې ترڅنګ د نړۍ ځینو هېوادونو لکه ترکیې لا له وړاندې له اسریلو سره سوداګري درولې او دغه راز په ځینو هېوادونو کې د اسرایلو تولید توکو پر پېر او پلور هم بندیز لګول شوی.
اقتصادي شنونکي وایي، اقتصادي بندیزونه او د نورو ورته ګامونو پورته کول کولی شي اسرایل کمزوري کړي.