-کابل باختر دزمري پنځلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير په کابل کې دتاجکستان جمهوريت له سفير سره په کتنه کې ددواړو هېوادونو ترمنځ داقتصادي او قونسلي اړيکو په باب خبرې وکړې .
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن په کابل کې دتاجکستان جمهوريت له سفير شرف الدين امام سره وکتل .
په دې کتنه کې دواړو لورو ددواړو هيوادونو ترمنځ په بند دمحکومو کسانو دليږدونې دموافقه ليک د دايمي تطبيق او ديوبل هېوادونو ته دافغانستان او تاجکستان دمقاماتو درسمي سفرونو په ګډون په اقتصادي او قونسلي برخو کې ددوه اړخيزو همکاريو په باره کې خبرې وکړې .
0 د یوې دقیقې څخه لږ