افغان کډوال د پاکستان په سیاسي لوبو کې ښکېل نه دي او د پاکستاني چارواکو دغه ډول تورونه د کابل او اسلام آباد ترمنځ بې باوري ډېرولی شي

کابل، د لېندۍ ۱۱مه، باختر
په اسلام آباد کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت د پاکستاني چارواکو هغه تورونه رد کړي، چې ګواکې هلته مېشت افغان کډوال پاکستان کې په روانو ناندریو کې لاس لري.
یاد سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت او ځینو نورو چارواکو له لوري د اسلام آباد په وروستیو لاریونونو کې په بیا بیا د افغان کډوالو نوم اخیستل او په همدې پلمه د نورو بندیزونو زیاتولو خبرو هلته مېشت افغان کډوال اندېښمن کړي، چې ښایي په همدې پلمه یوځل بیا د پاکستاني پولیسو له لوري په ناحقه توګه له پراخو ځورونو او تاوتریخوالي سره مخ شي.
سرچینې زیاته کړې، چې افغان کډوال لا له وړاندې د پاکستان د تېر لنډمهالي حکومت له وخته د را پیل شویو یو لړ پالیسیو له امله له محدودیتونو او ویرې سره مخ دي هېڅکله نه غواړي، چې په سیاسي لوبو او ناندریزو احتجاجونو کې ځان ښکېل کړي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د پاکستاني چارواکو د وروستيو څرګندونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د دغه هېواد له حکومت څخه یې غوښتنه کړې، چې د کډوالو پر وړاندې دې د بې باورۍ داسې فضا نه رامنځته کوي، چې له کبله یې د افغانانو د ځورونې، بدنامۍ او جبري بې ځایه کېدو لامل وګرځي.
په خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې د پاکستاني چارواکو دغه ډول څرګندونې چې د یاد هېواد په ګټه هم نه دي، بلکې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ بې باوري نوره هم ډېرولی شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته