افغان ځواکونو په ننګرهار کې ۲۵ ماینونه شنډ کړل
کابل / د چنګاښ ۴ مه / باختر
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مسوولین وايي چې افغان ځواکونو د ننګرهار په ۳ ولسوالیو کې ۲۵ ماینونه شنډ کړي دي.
د سېلاب قول اردو د معلوماتو له مخې؛ دغه ماینونه د ننګرهار په شېرزادو، کامې او حصارک ولسوالیو کې په تېرو ۲۴ ساعتو کې شنډ شوي دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې یو طالب چې غوښتل یې د برېښنا پايې ته ماین کېږدي، خپل ماین پرې چاودنه کړې او وژل شوی دی.
وصال