کابل/ د وري ۱۸ مه/ باختر
د قندهار د پنجوايي ولسوالۍ په صالحانو سیمه کې افغان ځواکونو له چاودېدونکو توکو ډک زغروال ټانګ په نښه کړی او له منځه یې وړی دی.
ځايي سرچینې وايي چې تېره شپه افغان هوايي ځواکونو د قندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې یو زغروال ټانګ هدف ته له رسېدو مخکې په نښه کړی دی.
سرچینه زیاتوي چې وسله والو طالبانو غوښتل چې پر دغه ټانګ د پنجوايي ولسوالۍ ودانۍ او امنیه قومندانۍ په نښه کړي، خو هدف ته له رسېدو مخکې افغان هوايي ځواکونو په نښه کړ او له منځه یې یوړ.
د خبرځای په وینا، په سیمه کې دوهم برید هم پر وسله والو طالبانو شوی؛ خو د تلفاتو په اړه یې کره معلومات نشته.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
پای/وصال
2 1 دقیقه لوستل