امنیت

افغان ځواکونو له څلورو کلونو وروسته مارجه فتح کړه

کابل/ باختر/ د لیندۍ ۱۰ مه
د ملي دفاع وزارت وايي چې د هلمند د مارجې ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه او افغان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو له څلورو کلونو وروسته دغې ولسوالۍ ته ننوتي دي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د ملي دفاع وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دوه اوونۍ مخکې د هلمند د مارجې ولسوالۍ د پاکولو عمليات ترسره کړل چې په پايله کې يې دغه ولسوالۍ له څلورو کلونو وروسته د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه.
په عملياتوکې د طالبانو د پوځي قوماندان ملاعبدالباري په ګډون ٣٧ طالبان وژل شوي او لسګونه نور يې ټپيان شوي دي.
دغه راز افغان ځواکونو وکولاى شول د تروريستانو ١٠٣ ماينونه چې د خلکو د تګ راتګ په لارو کې ښخ کړاى شوي وو، کشف او شنډ کړل.
په عملياتوکې د چاوديدونکو توکو دوه زيرمې او د طالبانو د سوق او ادارې شيږ سيمې ويجاړې شوې.
ختم – شکريه -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته