افغان ځواکونو د بادغیس مرکز له طالبانو پاک کړ
کابل / د چنګاښ ۱۶ مه / باختر
امنیتي مسوولین وايي چې ګډو افغان ځواکونو د بادغیس مرکز قلعه نو په بشپړ ډول له وسله والو طالبانو پاک کړ .
د بادغیس ځايي چارواکي وايي چې افغان ځواکونه وتوانېدل چې طالبانو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي او بېرته یې په شا تمبولو ته اړ کړي.
په ورته وخت کې د جمهور رییس لومړي مرستیال امر الله صالح هم ویلي چې په بادغیس کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نن سهار د بادغیس پر مرکز قلعه نو برید وکړ؛ خو افغان ځواکونو بېرته په شا وتمبول.
وصال