افغان ځوانان ددوست هيواد هند په مرسته دکرنې په برخه کې مسلکي زده کړې کوي .
کابل _ باختردثور اوولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزى دهند دبزګرانوکميسيون له اام اس سواميناتان او ددغه هيواددکرنې دماهرانو له يوه هيئت سره وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبر ورکړ .
په دې کتنه کې چې پرون مازيګر په ارګ کې وشوه دواړو لورو په افغانستان کې دکرنې دودې او پراختيا او په کندهار ولايت کې دکرنې پوهنتون دجوړولو دمقدماتي کارونو دپرمختګ په باب چې دهند په مرسته جوړيږي خبرې اترې وکړې .
دهند دبزګرانو کميسيون رييس وويل، ټاکل شوې ده هيواد يې په کابل کې دکرنې دبرخې دمهارتونودلوړولو مرکز جوړ کړي او دغه راز دروان کال په دوبي کې پنځه ويشت تنه افغان ځوانان دکرنې په برخه کې دافغانستان دلوړو زده کړو وزارت له لارې په هند کې مسلکي زده کړې وکړي .
په مقابل کې جمهور رييس دکرنې په برخه کې له افغانستان سره ددوست هيواد دمرستو له امله دمننې په ترڅ کې دکرنې په برخه کې افغان ځوانانو ته دزده کړو دزمينو برابرول يو مهم اقدام وباله او وي ويل چې افغانستان په دغو برخو کې مسلکي کادرونو ته اړتيا لري .