خبرونهTOPورزش

افغان ویلچر باسکېټبال لوبډلې د نیوزیلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

کابل، د مرغومې ۲۲مه، باختر
د افغانستان د ويلچر باسکيټبال لوبډلې د اسيايي او اوقيانوسي سيالو په لړ کې نن خپلې سیالې نيوزيلنډۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د ویلچر باسکېټبال آسیايي او اوقیانوسي سیالۍ نن د ټایلنډ په کوربتوب د یاد هېواد په بانکوک ښار کې پیل شوې او ټاکل شوې، چې ۱۳ ورځې به دوام وکړي.
په یادو سیالیو کې د افغانستان ویلچر باسکېټبال ملي لوبډلې هم ګډون کړی دی، چې نن یې په خپله لومړۍ لوبه کې نیوزیلنډ هېواد ته د ۷۷- ۳۷ نمرو په توپیر ستره ماته ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
په دغو سیالیو کې افغانستان په (ب) ګروپ کې دی، چې له نیوزیلنډ، سعودي عربستان، فلیپین ‏او متحده عربي اماراتو سره لوبیږي.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سیالیو د مهالوېش پر بنسټ به افغانستان خپله دویمه لوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ له سعودي عربستان سره ترسره کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته