نړيوالې خبري منابع باختردوږي دمياشتې ٧ نيټه :
افغان ورزشکارانو چې په اسیايي لوبو کې د ګډون لپاره اندونیزیا ته تللي دي،
د برونزو دویم مډال یې خپل کړ.
د کروش لوبې په څانګه کې پرون منصور سروري د ۹۰ کیلو څخه په پورته وزن کې واتوانیده ، چې د افغانستان لپاره د برونزو دویم مډال وګټي.
له دې مخکې خالد هوتک د اوشو په برخه کې د برونزو لومړنی مډال ترلاسه کړی و.
افغانستان په بېلابیلو برخو کې شا او خوا نوي ورزشکاران په اسیايي لوبو کې د ګډون لپاره اندونیزیا ته استولي دي.
په روانو اسیايي لوبو کې چین د ۲۰۶ مډالونو په ګټلو، ددې سیالیو د جدول په سر کې دی. تراوسه چینايي لوبغاړو۹۷ د سروزرو، ۶۴ د سپینو زرو او ۴۵ د برونزو مډالونه ګټلي دي . پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل